“لیکوال: پوهاند ګل محمد جنت زی”

بسم الله الرحمن الرحیم

 په رياضياتو کې د مسلمانانو نقش ته لنډه کتنه

Quran Holy Book.

سريزه: هرڅوک په دې ښه پوهيږي چې مونږ د تخنيک په پيړى کې ژوند کوو، خو لږ خلک په دې قانع دي چې د موډرن تخنيک موجوديت يوازې د رياضياتو او فزيک په واسطه ممکن کيداى شي .

د مثال په توګه په موټرو کې تګ او راتګ،په کوټه کې د برښنا روښانه کول،راديو سوېچ کول، همدارنګه د ژوند له پاره د اسانتيا ټول وسايل د فزيک د علم له برکته دي چې اساس  ئې بيا هم د رياضياتو په واسطه ايښودل کيږي .همدارنګه د بشر له پاره د ورځني ژوند د غذا حاصلات هم د فزيک علم له برکته دي.ځکه چې د کيمياوي سرې پرته نشي کيداى چې په کافي اندازه د ارزاقو حاصلات تر لاسه کړو.

سره له دې چې کيمياوي سرې د کيميا له برکته په لا س راځي، خو په خپله کيميا د فزيک علم په اساس ولاړه ده. دا ټول د رياضياتو او فزيک له برکته دي چې د مياشتې کرې ته سفر کول،او په کيهاني فضا کې توقف کول، هم د رياضياتو د علم ثمره ده.نو سوال په دې کې دى چې څرنګه ټول علوم را پيدا شويدي؟ او اکثره کتابونه دې پوښتنې ته د ځواب په  ويلوکې بې پروائي کوي او يا ئې په قسمي ډول د قناعت وړ ځواب ندى ورکړى.

نو ښه به دا وي چې د هر علم تاريخي پس منظر ته نظر واچول شي.له دغه امله ما هم په دغه رساله کې د رياضياتو پس منظر، خصوصاً په رياضياتو کې د مسلمانانو نقش ته لنډه کتنه کړي ده .هيله لرو چې محترم لوستونکي به ورڅخه علمي گټه تر لاسه کړي .

په دې ليکنه کې زمونږ مقصد په رياضياتو کې د مسلمانانود نقش او ونډې د لنډ تاريخ وړاندې کول دي، چې د اسلامي فرهنګ په زرينه دوره کې، يعنې له اتمې ميلادي پيړى څخه تردېارلسمې ميلادي پيړى د وخت په انترول کې متمرکزه ده.ددې انترول په دوره کې مسلمانانود څيړنې او موندنې اکاډيميکه روحيه تر لاسه کړه.له همدې کبله دغه دوره،د اسلامي رنسانس په نوم و پېژندل شوه ، رياضيات هم په دې دوره کې د څيړنو او موندنو څخه ندي بې برخې شوي او ډېرې برياوې پکې تر لاسه شوي دي،او مسلمانانو د رياضياتود ژوندي ساتلو په اړه ډېر زحمتونه ګاللي دي .په دې مانا چې د مسلمانانو په واسطه، په داسې دور کې ژوندي وساتل شول چې مسيحيان د بربريت سره په کلکه مبارزه او جګړه بوخت وو .

مسلمانانو  د اتمې پيړى له لومړيو څخه د ديارلسمې پيړى تر پايه پورې د بيلابيلو منابعو څخه،چې په لاس کې يې درلودل، پوهه تر لاسه کوله او دا پوهه يې په مدېترانه يي هيوادونو کې خپره کړه او دا د خپرولو د امر په وړاندې د مسلمانانومثبت دريځ ددې باعث شو چې، د لويديځ څيړونکو نظر ، چې د ساينس په زده کړه کې يې استعداد درلود ، خپل ځانته را جلب کړي.(١-٤)

دا چې د حضرت محمد(ص)تعليماتو د ساينسي څيړنو له پاره په مسلمانانو کې يو تحريک او خورا ډېرې انګيزې را منځ ته کړې او په قرآن کريم کې هم د علم په زده کړه باندې ډېر ټينګار شوى دى او دغه د کلک او پياړي ديني ټينګار په اساس، ښوونې او روزنې ته د مسلمانانو عقيده کلکه شوه او مسلمانان يې د علم او پوهې د حاصلولو له پاره لا نور هم و هڅول .

همدارنګه هغو خلفاوو چې زمونږ د ستر لارښود حضرت محمد مصطفى(ص) څخه ورورسته يې حکومت وکړ،علم او پوهې ته په کلکه پاملرنې سره د علم او پوهې د پرمختګ په خاطر د زده کړې مرکزونه(لکه د دمشق او کردوا مرکزونه) تاسيس کړل او د هغو په غني کولو يې له سعي او تلاش څخه خورا زيات کار واخيست، يعنې د اسلامي څيړونکو له خوا د بيلابيلو فرهنګونو څخه يو زيات شمير معلومات را ټول شول چې د ځينوڅخه يې په لاندې توګه يادونه کوو:

لوى خداى(ج) په خپل کتاب،قرآنکريم کې د مخلوقاتو د پيدايښت په هکله د رياضي د اصولو پر بنا دعدد د کلمې څوځلې:( دسورةالرحمن، يونس د سورة په پنځم آيت ،د سورةالاسرا په دوولسم آيت،د سورة مومنون      په ، ١١٢ آيت،د سورة کهف په  ١١-١٢آيتونو  اود سورة جن په٢٨ آيت کې) يادونه کړي ده .

د مثال په توګه په سورة جن (  ٢٨ آيت) کې راغلى دى ليعلم ان قد ابلغوارسلت ربهم و احاط بما لديهم و احصى کل شئ عدداً. په دې مفهوم: هر څه چې لوى خداى (ج)پيدا کړى دى د محاسبې پرته، نه دي او په دقيق حساب او د رياضي په منطق باندې ولاړ دي .همدارنګه د سوره الاسرا په ١٢ ، آيت کې د شپې او ورځې په مورد داسې راغلي دي :

(( و جعلناالليل والنهارايتين فمحونا آيته الليل و جعلنا ايته النهار مبصره لتبتغوا فضلاً من رپکم ولتعلموا عددالسنين و الحساب و کل شيئ فصلنه تفصيلا.))

ژباړه: شپې او ورځې ته مو دوه نښې کيښودې، بيا مو د شپې نښه و غوځوله او د ورځې نښه مو روښانه کړه چې د لوى خداى څخه د فضل غوښتونکي شئ او د کلونو په شمېر او حساب پوه شئ او هر شى مو په تفصيل سره ورته وښود)).

د لوى خداى(ج) له خوا د شپې او ورځې د راتګ مفهوم په دې کې دى چې انسانان و کولى شي چې د ورځو، مياشتو، او کلونو تقويم( کليزه،جنتري) د خپل ځان له پاره ولري او د هغې له مخې د خپل عمر کلونه، تثبيت او ضبط کړي.(٢-١)

همدارنګه د سورةالرحمن په ١٤ آيت فرمائي:-

الشمس والقمربحسبان….

الله تعالى پيدا کړيدي لمر او سپوږمى له پاره ددې چې حساب وکړى تاسې دوختونو او عمرونو د لمر او سپوږمى په نظر کې نيولو سره .

د نن ورځې کليزې هم د لمر او سپوږمى په نظر کې نيولو سره جوړ شويدي .

همدارنګه په قرآن شريف کې ډېرې زياتې معجزې موجودې دې چې اکثره ئې د شلمې پېړى د نيمائي خلکو له پاره دي ، مګر اوس چې کمپيوټر جوړ شوى او د سيانس او رياضي په ميدان کې راغلى دى ګورو چې آيا د کمپيوټر په دې زمانه کې په قرآن شريف کې معجزې موجودې دي او که نه ؟. د شکر ځاى دى چې د نړى سيانس پوهانو ته دا څرګنده کړو قرآن شريف ورورستى او هميشنى معجزه ده .

 قرآن شريف د وحى په اړوند نه دى ترتيب شوى بلکه روايتي دى ، او رسول الله(ص) په خپل ژوند کې د نن څخه تقریباً  ١٤٣٤ کاله د مخه دا ترتيب کړى او په هغې کې ١٩ شميرې رياضياتي معجزې ته پام را اړوو .، وبه ګورى چې په دې معجزه کې څومره لوړ مفهوم موجود دى چې د اوسني عصر سيانس پوهان او کمپيوټرې ورته عاجزې او رياضيات د اسلام په مقدس دين کې څومره تاريخي قدامت لري .يعنې تقریباً ١٤٣٤ کاله سابقه لري .چې د هغوى  ځينو څخه په لاندې ډول دي :  

١-  د سورة علق په پنځو لومړيو آيتونو کې ١٩ لفظونه دي او په دې ١٩ لفظونو کې ٧٦ ټکي دي چې په ١٩ پوره وېشل کيږي . چې د وېش بيلګه يې ٧٦ تقسیم  ١٩ مساوي ٤ او د ضرب بيلګه يې ٤ ضرب ۱۹ مساوي  ٧٦  او د جمع بيلګه ئې ١٩+١٩+١٩+١٩مساوي ٧٦.

٢- قرآن شريف ١١٤ سورتونه لري چې دا شميره هم په ١٩ پوره ويشل کيږي چې بيلې بيلې د ضرب، تقسيم  اوجمع بيلګې په ځان کې لري .

٣-د قرآن شريف د وروستي (١١٤) سورة څخه چپه شميره لکه ١١٣-١١٢-١١١-  …،١٩ شميرې په مخ ولاړ شى په سورة علق ٩٤ شميره سورة باندې را رسيږى.

٤-دا څومره د ارزښت خبره ده چې قرآن کريم په بسم ا لله الرحمن الرحيم پيل شوى چې بسم ا لله… ټول ١٩ ټکي لري او په ١٩ پوره وېشل کيږي .په دې کې څلور لفظونه(١) اسم ،(٢) ا لله ، (٣) الرحمن ، (٤) الرحيم موجود دي .ددې آيت د څلورو لفظونو څخه هر يو لفظ هر څو ځلې چې په قرآن شريف کې راغلى دى په ١٩ پوره وېشل کيږي . لومړى لفظ (اسم  ) دى په قران شريف کې ١٩ ځلې راغلى دى او په ١٩ پوره وېشل کيږى، دوهم لفظ (الله) دى په قرآن شريف کې ٢٦٩٨ ځلې راغلى دى چې په ١٩ پوره د وېش وړ دى ، دريم لفظ د (الرحمن) دى چې ٥٧ځلې په قرآن شريف کې راغلى او په ١٩ پوره وېشل کيږى او څلورم لفظ (الرحيم) دې چې په قرآن شريف کې ١١٤ ځلې راغلى دى او په ١٩ پوره وېشل کيږي .دا د هرو څلورو لفظونو شميره چې په ١٩ پوره وېشل کيږې او دا کومه اتفاقي خبره نه ده

٥-(بسم ا لله الرحمن الرحيم) آيت په سورة نمل کې دوه ځلې راغلى دى، يو ځل د سورة په پيل  او يو ځل د سورۀ په متن کې نو ځکه د سورة توبى په پيل کې نشته که هلته هم يادونه ورڅخه شوى وى شميره يې ١١٥ کيږى او ١١٥ په ١٩ پوره نه وېشل کيږي .قران شريف ١١٤ سورتونه لري د سورة توبى پرته د هر سورة په پيل کې راغلى دى .

٦- د قرآن شريف  د ۲٩ سورتونو پيل د مقطعاتوټکي دي او د عربي ژبےد ٢٨ ټکيو نه ١٤ يې په بيلا بيلو جوړو کې د سورتونو په سر کې راغلي، دا ټکي په لاندې ډول دي :

(١)الف،(٢)ح،(٣)ر،(٤)س،(٥)ص،(٦)ط (٧)ع،(٨)ق،(٩)ک،(١٠)ل،(١١)م،(١٢)ن،(١٣)ه ،(١٤)ي

او د ١٤ ټکيو نه چې د ټکيو مقطعاتو کوم ١٤ سيټونه جوړيږي په دې ول دى :

١:يوټکي لرونکي سټونه:

(١)ص،(٢)ق،(٣)ن دا درې سټونه دي .

٢:دوه ټکي لرونکي سيټونه:

(١)طه،(٢) يس،(٣)طس،(٤)حم دا څلور سيټونه شول .

٣:درې ټکي لرونکي سيټونه :

(١)الم،(٢)الر،(٣)طسم،(٤) عسق دا هم څلور سيټونه شول .

 

٤:څلور ټکي لرونکي سيټونه:

(١)المر،(٢)المص دا دوه سيټونه شول .

٥:پنځه ټکي لرونکي سيټونه :

(١)کهيعص دا يو سيټ دى .

پورته بيلګو ته که فکر وکړى څرګنده به شي چې ټکي مقطعات چې په ۲٩ سورتونو کې کارول شويدي دا ټول (١٤) ټکي دي او ددې ټول سيټونه هم ١٤ دي .

اوس ١٤ټکي+١٤ سيټونه+۲٩ سورتونه مساوي ٥٧. دغه د جمع حاصل شميره ٥٧ هم په ١٩ پوره وېشل کيږي

٧-د سورة القلم په پيل کې د (ن) ټکى راغلى دى او په ټول سورة کې د (ن) ټکى ١٣٣ ځله ياد شوى دى چې پر ١٩ پوره وېشل کيږي . .(١) پانۀ٨٢

ددې ډول تفصيل څخه څرګنديږي چې د قرآن شريف حسابي نظام سخت خو لا څه کوې او دومره منظم دى چې د انساني عقل او پوهې د وس خبره نه ده .په حقيقت کې دا ټول حسابي ترتيب حيرانوونکى دى او که ټول انسانان او پيريان را ټول شي داسې عقل حيرانونکى حسابي نظام به برابر نه کړي .

 

او ومو ليدل چې رياضيات تقریباً ١٤٣٤ کاله د مخه د حضرت محمد (ص)په واسطه د قرآن شريُف د ترتيب کولو په وخت کې د څومره لوړ حسابي نظام په بنا استوار شوي دي چې تر اوسه پورې د دنيا سيانس پوهان د عقل حيرانوونکي په سترګه ورته ګوري . له دې څخه معلوميږي چې ټول علوم اصلاً اسلامي منشا لري چې د تفکر په نتيجه کې ئې رېشې بيلابيلو هېوادونو ته غځيدلي دي

د مسلمانانو پوهانو له خوا نه يوازې د حساب،الجبر او مثلثاتو په برخه کې د کتابونو د ليکلو او خپرولو له لارې ، تمدن ډېر لوى پرمختگ وکړ،بلکې د رياضي د دغو څانګو په پرمختيا کې يې هم ډېر نقش درلود . د مسلمانانو د رياضي پوهانو د ورځنى ژوند سره د اړيکو ورکولو له لارې ، د عددونو ارزښت او اهميت ثابت کړ او د عربي عددونو سيستم ئې را منځ ته کړ چې په نتيجه کې ئې د رومي نا مساعدو عددونو د سيستم ځاى ونيو .

په ١٢-١٣ پيړيو کې اروپايانو د مسلمانانو سره ئې د ځينو علتونو په نسبت ښې اړيکې درلودې،ددغو ښو اړيکو په اساس ئې د هغو علومو څخه چې د مسلمانانو په لاس کې وو ، ګټې واخيستې او په پاى کې ئې اکثريت کتابونه له عربي ژبې څخه په خپلو ژبو وژباړل چې د هغو له جملې څخه دژيرادوس-ليونارديز نوم اخيستلى شو .

مسلمانانو پوهانو د نور په مطالعه کې هم زيات معلومات درلودل او لومړني کسان وو چې لينز ئې جوړ کړ او دا اختراع د ګاليله له پاره ډېره ګټوره وه.مسلمانانو د نجوم د وسايلو بيلا بيل ډولونه چې د ستورو او سماوي اجرامو تر منځ د اړيکو د پيدا کولو په مورد استفاده ورڅخه کيده، اختراع کړل او ددې مطالعاتو په نتيجه کې ئې دا واقعيت پيدا کړ چې ځمکه کروي او فضا کې معلقه ده .همدارنګه مسلمانانو، د يونان په هندسه کې لږ څه ورزيات کړل او د تحليلي هندسې بنسټونه ئې برابر او د هغې  وجهې څخه ئې مسطح او کروي مثلثات را منځ ته کړل .

الجبر د مسلمانانو علم دى. يوناني ديوفانتوس(C.Ad 250) د لومړيو او دوهمو درجو معادلو په اړه بحث کوي خو هغه هم و نه شواى کړى چې د هغې د حل له پاره آسانه عددي سيستم را منځ ته کړي .(٣-٢)

او په دې لاره کې مسلمانانو د ديو فانتوس او هنديانو له مفکورو څخه ګټه واخيسته او د خپل عددي سيستم په مرسته ئې الجبر ته پرمختيا ورکړه او د هغه نوم ئې معرفي کړ،هغوى د حروفو څخه ګټه واخيسته او د الجبر په سمبولونو ئې پيل وکړ .

سربيره پر دې، مسلمانان د الجبر او هندسې تر منځ په اړيکو و پوهيدل او د هندسي مسايلو د حل له پاره ئې د الجبري روشونو څخه کار واخيست . همدا وجه ده چې مسلمانانو د تحليلي هندسې اساسات برابر کړي دي .مسلمانان لومړني کسان وو چې د مسائيلو د حل له پاره ئې د متوالي تخمين له روش څخه ګټه واخيسته او په دې ترتيب سره د عددي روشونو بنسټ ئې هم کيښود. مثلثاتو هم د زياتې اندازې پورې د مسلمانانو په وسېله پر مختيا موندلي ده. هغوى د سکندويانو او هنديانو کارونه تنظيم کړل مسطحه او کروي مثلثاتو ته ئې ډېر څه ورزيات کړل چې په نهايت کې هغوى مثلثات د نجوم د ځانکړي علم په توګه تاسيس کړل.مسلمانانو بيلا بيل جدولونه جوړ کول چې د لوګاريتم قانون د کشف سبب شول، هغوى دا کار له جان نپير(1550-1670 ,Napier John)سکاتلندي رياضي پوه څخه چې د هغه ابداع کوونکى بلل کيده، شپږ پيړى د مخه سرته رسولى دى .

مسلمانانو دېر لوى لوى رياضي پوهان درلودل چې عموماً ئې په نهمه او لسمه پيړى کې ژوند کاوه او د هغوى د ځينو مشهورو رياضيدانانو نومونه لکه د ثابت بن قمرا ، السبطاني، البيروني، الکندي او الخوارزمي(   780-850 ، د رياضي پلار)د يادولو وړ دي .پاتې دې نه وي چې د اسلامي معمارى په تزئيناتو کې کارول شوي هندسه د منځينيو پېړيو په اسلامي هنر کې له داسې اصولو څخه استفاده شويده چې هغه څو پيړى وروسته د نورو رياضي پوهانو له خوا وپيژندل شول او د پنځلسمې پېړى معمارانو او هنرمندانو له داسې تخنيکونو څخه استفاده کړي ده چې د نن ورځې رياضي پوهان هغه بلورين ډوله هندسه نوموي او د دوى څرګندونې دي چې هغوى د رياضياتي پيچلي فورمول څخه شهودي پوهه او درک درلود چې د رياضياتو نوى علم په پنځه سوه کلونو کې هم په دې نه و توانيدلى چې هغه تشريح کړي.      (٤-٢)

هيله مند يو چې دغه مقاله پر رياضياتو، اسلامي هنراو معمارى پورې اړوند بحثونو ته ژوند وروبخښي.

 

پايله:

د مسلمانانو رياضي پوهانو د ونډې او نقش د پيژندنې او درک په هکله، چې دوى په رياضياتو کې درلودل،بايد پوه شو چې د عددي محاسباتو د تحليل منظمې او ساده وسيلې د هر فرهنګي له لومړيو لزوماتو څخه دي ، او هيڅ يو ئې د پرمختللو علومو څخه د اعدادو د عربي سيستم او هم د الجبر څخه پرته  نشي کولى دې سوئې ته ورسيږي.د عربي عددونو څخه ګټې اخيستنې او په ځانګړي توګه د صفر عدد، د اوږدو او پيچلو معادلو حل ممکن کړ . په همدې توګه دا نتيجه اخلو چې بايد د نويو علومو په پرمختيا کې دقرآن کريم ځخه دعلومو منشا او د مسلمانانو رياضي پوهانو مهم نقش تصديق کړو . همدارنګه هر مسلمان ته لازمه ده چې د قرآن کريم په پيروى خپلو هڅو او څيړنو ته دوام ورکړي او د خپلومسلمانانو رياضي پوهانو څيړنې او تحقيقات تل ژوندي وساتي او د بشريت له پاره د ښه او هوسا ژوند په خاطر د ښه خدمت مصدر و ګرځي .

کتاب ښود(ماخذونه):

١)ذاکر نايک  عبدالکريم  قرآن پيژندنه مؤمند خپرونې ټولنې   ٢٠٠٨ ، ٨٢   

٢)قرآن کريم

‌٣) اختران، سيدمحمود،مجموعه ئې از اطلاعات عمومي ، ګنجينه هاى دانش ٨٩٣-٨٩٩.

3)    DAVID NELSON dictionary of mathematics,Second edition,pp 8-10,120-125.

٤) مهرا ، تاريخ رياضيات، انتشارات پوهنتون کابل ١٣٦٤ ، ١ – ١٠

 

 

 

Share This:

Leave a Reply

Your email address will not be published.