د ليمو روغتیايي ګټې

ژباړونکی او ترتیب: ډاکټر عصمت الله څپاند

لیمو یوه داسې مېوه ده چې د ډول ډول کیمیاوي موادو ((لکه Vit.C, Vit.A, Vit.B- complex, niacin, iron, magnesium, copper, Zinc, calcium, pantothenic acid, potassium, phosphorus, Vit.E او flavonoids)) په لرلو سره دبدن لپاره ډېرې زیاتې او دپام وړ ګټې لري چې په لاندې توګه ترې یادونه کوو:
د زکام او ټوخي غوره درملنه ده.
زموږ د عقایدو او افکارو خلاف د جنسي قوت د پاوړتیا سبب ګرځي او جنسي غړو ته دوینې جریان زیاتوي.
دمرۍ، سږو اودبدن دټولو برخودمیکروبي ناروغیو مخنیوی او درملنه.
تبه او دبدن ګرمي په مکمله معنی له منځه وړي.
د روماتیزم ناروغي کنټرولوي.
چاغوالی له منځه وړي او وزن کموي.
دپوستکي او مخ ښکلا رامنځته کوي.
معده او ګېډه آراموي.
دکولمو او نورو هرډول کنسرونو مخنیوی کوي.
دپوزې اودبدن څخه د وینې بهیدنې د دریدو سبب کیږي.
بدن د کولرا او ملاریا ناروغیو څخه پـــاکـــــوي.
قبضیت ماتوي.
د ویښتانودتوییدو او ښورې (پخې) مخنیوی او درملنه.
دپوستکي هرډول ستونزې له منځه وړي لکه دمخ او بدن ځواني دانې.
دپښتورګو او تریخي دتیږو مخنیوی او درملنه.
دوینې دلوړفشار، دزړه حملې او ګذار (stroke) دخطر له منځه وړل او مخنیوی.
دبدن دفاعي ځواک پیاوړي کوي
دبدهضمۍ هرډول ستونزې له منځه وړي.
بدن او دماغو ته آرام او سکون ورکوي.
دسوزیدلو کسانو تکلیف او دپوستکي سوزش آراموي.
دغاښونو دسپینیدو، پیاوړتیا او دخولې دبد بوی له منځه وړو سبب ګرځي.

یادونه کیږي چې تازه لیمو او یا دلیمو تازه اوبه باید وکارول شي. دخوند د ښه والي په منظور بوره او یا دنورو میوؤ اوبه ورسره یوځای ګډ هم استعمالیدای شي.
دورځې کارونه یې نیم یا یو لیمو په یوه پیاله اوبو کې دی.

له پاملرنې مو نړۍ مننه

Share This:

Leave a Reply

Your email address will not be published.